د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورمه کې د بې پولې ډاکټرانو فعالیت بند کړل شو


د پاکستان حکومت په کرمه ایجسنۍ کې د بې پولې ډاکټرانو سازمان خپل دوه طبي مرکزونه تړلي دي او ورته ویلي چې په دوو هفتو کې دې له ایجنسۍ ووځي.

د سازمان یو چارواکي مشال راډیو ته د نوم نه ښودولو په شرط وویل چې په ظاهره د پاکستان اعلی چارواکو لخوا ورته د اعتراض نه لرلو سند موده د غځولو نه انکار شوی.

دغه چارواکي په وینا د ایم ایس ایف چارواکي به د راتلونکۍ اوونۍ په شروع کې داخله وزارت سره رابطه کوي.

ده دا هم ویل چې د د بې پولې ډاکټرانو سازمان کال ۲۰۱۶ کې د پاکستان داخله وزارت سره رجسټریشن هم کړی وو.

له مشال راډیو سره خبرو کې ده وویل چې راتلونکې دوه ورځو کې به په ایجنسۍ کې کار ختم کړي.

د بې پولې ډاکټرانو سازمان په دې دوو طبي مرکزونو کې شاه خوا سل کسانو کار کولو.

د فرانسې نړیوال صحت دا سازمان په پاکستان کې د مور او ماشوم د صحت په اړه کار کوي.

د کرمې ایجنسۍ په سده او علېزۍ سیمه کې ایم ایس ایف په دوه مرکزونو کې د ماشومانو او د پیدایش نه وړاندېمور او بچي ته د صحت سهولت او تر پیښور پورې د ایمبولینس سهولت ورکولو.

تیره ورځ د ایم ایس ایف یو خپور شوې بیان په پاکستان کې ایم ایس ایف مشرې کېتهرین موډي په حواله وایې،، د بې پولې ډاکټرانو سازمان ته د پاکستاني چارواکو د دې فیصلې نه خفګان رسیدلې دی، ایم ایس ایف به د قبایلي سیمو د صحت ادارې په مرسته کار کولو،،

دبې پولې ډاکټرانو ( ميډیسنس سانس فرنټیرز) بیان کې ویلي شوې و کوشش به یې دا وي چې د قبایلي سیمو ماشومانو ته پیښور کې د ایم ایس ایف په روغتونو کې د درملنۍ سهولت ورکړل شي.

د کرمۍ ایجنسۍ یو مشر ملک سلیم خان وایي چې تیره ورځ د کرمې ایجنسۍ مشرانو د ایم ایس ایف غړیو سره خبرې کړې دي او دې لړ کې به د کرمۍ ایجنسۍ انتظامیې او امنیتي چارواکو سره به هم خبرې کوي.

د ده په وینا چې د دې طب مرکزونو له وجې ځایې ولس ته اساني وي.

،، د سیمې ټول مشران د ایم ایس ایف دفتر ته تللې وو او ورسره د کمک خبره مو کړې وه چې دا د طب مرکزونه دې ځایې کې پاتې شي ولې چې موږ ته ډیره فایده راکوي. زموږ د علاقې خلک په دې ډیر خفه دي خو موږ ته ښکاري کیداې شي چې دا مرکزونه پاتي شي.،،

د کرمې ایجنسۍ یو ځایي اوسیدونکی پټان عبدالخالق وایي ،، که دا نه وي چې یو بل متبادل سهولت راکړل شي چې پکې ډاکټران وي او که دا پاته شي نو هم دا ښه دې ولې چې پېښور رانه لیرې دی،،

په دې لړ کې مشال راډیو د فاټا سیکریټریټ د صحت د محکمې ډایریکټر سره بیا بیا رابطه وکړه خو د نوموړي ټیلي فون بند راتلو.

XS
SM
MD
LG