د لاسرسي ځای

تازه خبر

غفور: د پوځ بيانونه جمهوريت ته خطر نه لري


د پاکستان پوځ وايي د دوی بيانونه متخب حکومت ته زيان نه رسوي. د پوځ مطبوعاتي څانګې مشر ميجر جنرال اصف غفور بيګا په پنډۍ کې خبري کانفرس پرمهال هغه ګنګوسي رد کړي چې په هېواد کې مارشل لا (پوځي حکومت) راځي.

د پوځ وياند وويل چې پوځ به هيڅکله غير جمهوري ګام پورته نه کړي. ((د پوځ مشر په دې اړه بيان ورکړی دی چې جمهوريت ته هيڅ خطر نشته. انشا الله هيڅ داسي کار به نه کيږي چې له آيين او قانون څخه پورته وي. دې سره تړلي يوې بلې خبري سپيناوي هم بايد وکړم او هغه دا چې داسې ګنګوسي کيږي چې د ټيکنوکريټ حکومت جوړولو لپاره خبرې اترې روان دي او يا مارشل لا لګيږي. دا سمه نه ده. که ملک پرمختګ کول غواړي نو په دې کې هر قسمه استحکام ډير ضروري دي.))

تر دې مخکې آصف غفور په يوه بله خبري غونډه کې د پوځي مشر جنرل قمر جاويد باجوه دا خبرې بيا تکرار کړي چې ويلي يې وو د ملک اقتصادي حالت پر امنيت اغېز لري. د نوموړي په وينا پاکستان مخ پر وړاندې روان دی خو قرضې هم ډېرې زياتې دي. خو د ملکي حکومت چارواکو ويلي چې د پاکستان اقتصاد د پخوا په نسبت ډېر ښه دی.

د معيشت تعلق د ژوند له هرې څانګې سره دی او پياوړی اقتصاد د بدو حالاتو ښه مقابله کولی شي.
جنرل قمر جاويد باجوه

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر احسن اقبال ویلي وو چې پوځ باید د ملک پر اقتصاد له بیان ورکولو ډډه وکړي. احسن اقبال د جمعې په ماښام په یو بیان کې ویلي چې د پاکستان اقتصاد پياوړی دی او غېرذمه واره بيانونه په نړۍ کې د پاکستان پر تشخص اغېز کوي. د دې په ځواب کې د پوځ وياند ميجر جنرال اصف غفور وويل چې د وفاقي وزير په بيان ورته مايوسي شوې ده.

احسن اقبال: د پوځ ویاند دې پر اقتصاد له بیانونو ډډه وکړي

بلخواد پوځي وياند تر پروني خبري کانفرس وروسته له پاکستانه خپردونکې د انګريزي ژبي ورځپاڼې ډان د کورنيو چارو وفاقي وزير احسن اقبال له خولې ويلي چې د ملک مثبت اړخونه نړۍ ته وړاندې کولو لپاره شريک اواز پورته کولو ضرورت دی.

د جولايي په اته ويشتمه نېټه د پاکستان پخواني وزيراعظم نوازشريف د پاناما اسنادو په مقدمه کې د سپريم کورټ لخوا نااهله وګرځول شو. تر هغې وروسته د حکمران مسلم ليګ ن ګوند چارواکو او پوځ په غير مستقيم ډول د يو بل په اړه بيانونه ورکړي دي.

په اسلام اباد کې د سياسي چارو کارپوه ريټاريرډ بريګيدير سيد نذير وايي دا بيانونه د ملک لپاره ښه نه دي. هغه زياته کړه: ((که په هېواد کې دننه د ادارو ترمنځ اړيکې ښې نه وي نو په ملک کې دننه او بهر يې اغېز ختميږي. داسې حالاتو سره جمهوريت کمزوری کيږي او بيا د امنيتي ادارو په اړه پوښتنې راپورته کيږي.))

XS
SM
MD
LG