د لاسرسي ځای

تازه خبر

احسن اقبال: د پوځ ویاند دې پر اقتصاد له بیانونو ډډه وکړي


د پاکسان د کورنیو چارو وزیر احسن اقبال
د پاکسان د کورنیو چارو وزیر احسن اقبال

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر احسن اقبال ویلي دي چې د پوځ ویاند باید د ملک پر اقتصاد له بیان ورکولو ډډه وکړي.

احسن اقبال د جمعې په ماښام په یو بیان کې ویلي چې د پاکستان اقتصاد پياوړی دی او غېرذمه واره بيانونه په نړۍ کې د پاکستان پر تشخص اغېز کوي.

احسن اقبال ویلي چې د ۲۰۱۳م کال په پرتله دا وخت د پاکستان اقتصاد ډېر ښه دی او

د ټېکسونو په ترلاسه کولو کې دوه چنده زياتوالی شوی.

احسن اقبال پوځي خرڅونو ته په اشاره ویلي چې د امنيتي عملياتو لپاره هم وسايل ورکول کېږي.

احسن اقبال دا څرګندونې له هغه وروسته مخې ته راغلې دي چې د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو د څانګې – آی ایس پي ار - مشر مېجر جنرل اصف غفور د پاکستان يو شخصي ټلویزیون ته په مرکه کې ويلي وو چې د ملک اقتصاد که خراب نه دی نو ښه هم نه دي.

مېجر جنرل اصف غفور زیاته کړې چې د ملک اقتصاد ښه کولو لپاره د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه خپل وړاندېزونه ورکړي دي.

جنرال قمر جاوید باجوا د چارشنبې په ورځ په کراچۍ کې کاروباریانو ته ویلي وو چې د ملک اقتصادي وده د ملک په امنیتي اندېښنو پورې تړلې ده.

نوموړي ویلي وو چې پاکستان باید د ټیکسونو راټولونه پراخه کړي او د ملک مالي نظام منظم کړي.

د دفاعي او سياسي چارو کارپوهان وايي چې د ملک پاليسۍ منتخب حکومتونه جوړوي خو معيشت د ټولو ادارو ذمه واري ده.

د دفاعي چارو کارپوه بريګيډير سيدنذير وايي چې اقتصادي پروژو ته امنيت ورکول د سيکيورټي ادارو ذمه واري ده، هم دا راز د ادارو له خوا پر يو بل نيوکې کول د کمزوري هېواد نښې دي ځکه چې څوک هم په داسې حال کې بيا اداره نه بلکې هېواد يادوي.

هغه وویل 'د ملک ګټو او راتلونکي حالاتو ته کتل پکار دي، بايد پاليسۍ جوړوونکي او بېلا بېلې ادارې کېني او پر دې بحثونه وکړي چې کومه لار خپلول غواړي. که داسې پر يو بل باور نه کوي يا يو بل ته وايي چې دلته حق نه لري نو دا د کمزور حکومت يا کمزورو پاليسو غمازي کوي'

د سياسي چارو کارپوه ډاکټرخادم حسېن بيا دريځ لري چې په داسې حال کې ادارو ترمنځ څه نه څه اختلاف يا فاصلې ښکاري خو د احسن اقبال بيان دا ښايي چې منتخب حکومت ښودل غواړي چې د فېصلو واک ټول د هغوي سره دی.

ډاکټر خادم حسېن زیاته کړه ، 'دننه فشارونه هم شته او د بهر نه هم. خو د پردې شا ته خارجه پاليسي، د دفاع پاليسي، د سلامتۍ پاليسي او اوس خو تر دې چې د معيشت، کرپشن او مذهبي توضيحاتو په حواله هم پاليسي بيانونه راروان دي. نو منتخب حکومت دا هڅه خو کوي چې د واک په حواله خپل ځان وښايي خو داسې ممکن نه ښکاري'

که څه هم د پوځ له خوا د دې په غبرګون کې کوم بيان مخې ته نه دی راغلی خو ځيني سياسي ګوندونو د احسن اقبال دا بيان غندلی او ويلي يې دي چې هر څوک حق لري چې د ملک پر معيشت خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG