د لاسرسي ځای

تازه خبر

د فتح او حماس تربګني پای ته ورسېدله


حماس او فتح د جوړجاړي پر موافقې لاسلیک کړی دی چې ورسره د دواړو فلسطینیو ډلو تر منځ د شاوخوا یوې لسیزې اختلاف پای ته رسېدلی دی.

دواړو خواو تېر ماښام د مصر په پلازمېنه قاهره کې شوې دا موافقه یو مهم پرمختګ بللی. له موافقې سره سم به حماس د غزې تړانګې انتظامي چارې د غربي څنډې حکومت ته سپاري.

حماس چې په ۲۰۰۶ز کال کې د فلسطینۍ قانوني شورا انتخابات وګټل نو د فتح سره یې کړکېچ زیات شو او د دواړو تر منځ خونړۍ نښتې وشوې. په ۲۰۰۷ز کال کې دواړه د اېتلاف پر جوړولو سلا شول خو حماس وروسته غزه ونیوله او سیال حکومت یې جوړ کړ. له دې سره فتح ته د واکمنۍ لپاره د فلسطیني ادارې او د غربي څنډې هغې برخې پاتې شوې چې د اسراییلو تر کنټرول لاندې نه وې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG