د لاسرسي ځای

بالټېک کې د امریکایانو شتون، روس کالېننګراد ته جدید توغندي استوي


کالېننګراد کې په توغندیو بار روسۍ بېړۍ

روسیو خبري اژانسونو د پارلېمان د یوه غړي له خولې ویلي چې هغه هېواد ښايي په بالټېک سیمه کې د امریکايي پوځیانو د ځای پر ځای کېدو په غبرګون کالېننګراد ته خپل تر ټولو پرمختللي توغندي واستوي.

تېر ماښام رسنیو د روسیې د ولسي جرګې د دفاعي کمېټۍ د مشر ولادمیر شمانوف له خولې وویل، مسکو ښايي د کالېننګراد په ګډون د هېواد په غربي سیمو کې د سکندر توغندیو اضافي نظام نصب کړي.

کالېننګراد د ناټو له غړو هېوادونو پولینډ او لېتوانیا سره پوله لري. انټرفیکس او تاس اژانسونو خبر ورکړ چې شمانوف وویل، مسکو دا کار په پولینډ کې امریکايي وسله وال برېګېډ ځای پر ځای کولو په غبرګون کوي.

ده د امریکا دا اقدام ((د نړیوالو تړونونو)) سرغړونه وبلله. سکندر توغندی په دقیق ډول تر ۵۰۰ کیلومیټره پورې نښه ویشتای شي. شمانوف دا څرګندونې پر داسې وخت کړې دي چې مسکو تېره ورځ پر امریکا تور پورې کړ چې په ناقانونه توګه، په پولینډ او بالټېک سیمه کې خپل ځواکونه زیاتوي.

مسکو زیاته کړه چې امریکا په هغه سیمه کې په پټه د سرتېرو یو وسله وال ډېوېژن ځای پر ځای کړی دی چې د روسیې او د ناټو تر منځ د تړون سرغړونه ده.

د امریکا او ناټو ویاندانو دا تورونه رد کړي.

ستاسې نظر

تبصرې ښکاره کړئ

XS
SM
MD
LG