د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هېلمند ناکراره سیمو کې عملیات روان دي


د هېلمند چاوراکي وايي، د ولایت په ناامنه سیمو کې یې د وسله والو پرضد عملیات پیل کړي.

د والي دفتر تېر ماښام په یوه بیان کې وویل، دا عملیات به د ناد علي او مارجې ولسوالیو تر بشپړې تصفیې پورې روان وي او همداراز، په ځېنو نورو سیمو کې هم تر سره کېږي.

په بیان کې دعوه شوې چې په هوايي بمبارۍ کې وسله والو ته مرګژوبله اوښتې خو کره شمېر یې نه دی ورکړی. وسله والو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG