د لاسرسي ځای

تازه خبر

یو لوړپوړی امریکايي پلاوی پاکستان ته ځي


د امریکا لوړپوړو چارواکیو یو پلاوی به د پاکستاني چارواکیو سره د خبرو لپاره اسلام اباد ته ځي.

د پاکستانبهرنیو چارو دفتر د دې خبر تصدیق کړی دی او وايي چې د دواړو هیوادونو چارواکي به په اسلام اباد کې سره ویني او او په خپل مینځي چارو به خبرې کوي.

د راپورونو تر مخه د پلاوي مشري به د امريکا د قامي سلامتيا کونسل چارواکې لېزا کرټس او د بهرنیو چارو مرستیاله سېکرېتره ايلس ويلز کوي.

له دې وړاندې د اګست په مياشت کې د امريکا پلاوي پاکستان ته د راتګ او د بهرنیو چارو د وزیر خواجه اصف امریکا ته دورې ځنډول شوې وې.

د دواړو هیوادونو تر مینځ خبرې اترې وروستو له هغې د ځنډ ښکار شوی کله چې ولسمشر ټرمپ د افغانستان په اړه د خپلې ستراتیجۍ د اعلان پر وخت په پاکستان د وسله والو ډلو سره د اړیکو تورونه پوری کړل.

د ستمبر د میاشتې په نورلسمه نیټه د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ د غونډې په موقع د پاکستان د وزير اعظم شاهد خاقان عباسي او د امريکا د مرستیال ولسمشر مائيک پنس تر مينځه لیدل کتل شوي وو. دواړه مشران په دې رضا شوي وو چې پاکستان او امريکا به د افغانستان د ستونځي د هواري لپاره د خبرو اترو عمل پر مخ بوځي.

XS
SM
MD
LG