د لاسرسي ځای

تازه خبر

د فاټا ځوانانو باور ګټلو په موخه د جمعیت العلما اسلام ف کنونشن


جمعیت علما اسلام فضل الرحمان ډلې د اکتوبر پر ۱۴مه په پېښور کې د قبایلي سیمو د ځوانانو غونډه رابللې ده.

د یاد ګوند د قبایلي سیمو مشر مفتي عبدالشکور د سېشنبې په ورځ په پېښور کې یوې ناستې ته وویل، د غونډې موخه یې د فاټا اصلاحاتو په باب د قبایلي سیمو ځوانانو باور ترلاسه کول دي.

مفتي عبدالشکور وویل دوی به قبایلي سیمې دې ته نه پرېږدي چې په خیبر پښتونخوا ور ګډې کړل شي.

د فاټا ځوانانو باور ګټلو په موخه د جمعیت العلما اسلام کنونشن
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:26 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

نوموړي وویل چې په خیبر پښتونخوا کې د ضم کېدو تاوان زیات او ګټه کمه ده.

د پاکستان سیاسي ګوندونه او د قبایلي سیمو مشران د قبایلي سیمو د راتلونکي آییني حثیت په اړه پر دوو ډلو وېشل شوي دي.

یوه غاړه وايي ، قبایلي سیمې دې په سم دستي توګه په خیبر پښتونخوا کې شاملې کړل شي. دغه ډله ګوندونه او مشران د خپلې دې موخې لپاره احتجاجونه هم کوي.

وروستی احتجاج یې د اکتوبر پر نهمه نېټه په اسلام اباد کې وکړ تر کوم وروسته چې یې له وزیراعظم شاهد خاقان عباسي سره خبرې اترې هم وشوې.

بل لوری وايي قبایلي سیمو ته دې خپله صوبه ورکړل شي او یا دې هم د ټولپوښتنې له لارې د دې سیمو له ولس څخه رایه واخیستل شي.

XS
SM
MD
LG