د لاسرسي ځای

تازه خبر

سپېن د کتلونیا بېلتون ته اندېښمن دی


ټاکل شوې چې نن به د کتلونیا سیمه ایز مشر کارلس پیوګ ماونټ د دې سیمې پارلیمان ته وینا کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د سپېن مرکزي حکومت اندیښنه لري چې کیدای شي دغه پارلیمان په یو اړخیزه توګه د سیمې د خپلواکۍ د اعلان په حق کې رایې ورکړي.

د کتلونیا چارواکي وايي د دې سیمې خلکو د اکتوبر پر لومړۍ نیټه د ټولپوښتنې یا ریفرینډم پرمهال په لوي اکثریت کې له سپېن څخه د جدا کیدلو په حق کې رایې ورکړي دي.

بلخوا د تیر خالي او اتوار په ورځو د کتلونیا په مرکز بارسلونا کې په لکونو خلکو له سپېنه د دې سیمې د جدا کولو خلاف مظاهرې وکړې.

دوی وویل چې د دغه ریفرینډم نتیجې د سیمې د ټولو خلکو د رایو څرګندونه نه کوي ځکه چې کوم خلک له سپېن سره یوځای پاتې کیدل غواړي هغوي په دې ټول پوښتنه کې برخه نه وه اخیستې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG