د لاسرسي ځای

تازه خبر

ترکي وايي د اوکراین د مځکنۍ بشپړتیا ملاتړ کوي


د ترکي ولسمشر رجب طیب اردوغان د اوکراین د سفر پرمهال په پلازمېنه کیف کې ویلي ، هېواد به یې د اوکراین د حاکمیت او مځکنۍ بشپړتیا ملاتړ کوي.

نوموړي تیره ورځ له خپل اوکرایني سیال پیترو پورو شینکو سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل چې ترکي د روس لخوا کرایمیا سیمه له اوکراینه جدا کول او له ځانه سره یو ځای کول نه وړاندې منلي وو او نه به یې په راتلونکي کې ومني.

ولسمشر رجب طیب اردوغان دا هم وویل چې انقره به په کرایمیا سیمه کې د ترک ژبې وییونکو تاتار خلکو په حالاتو نظر ساتي. نوموړي د دغو خلکو د حقونو پر دفاع کولو د اوکراین مننه وکړه.

د اوکراین کرایمیا سیمه د ۲۰۱۴م کال په مارچ کې روس نیولې او له ځانه سره یو ځای کړې ده.

روس د هم هغه کال له اپرېله د اوکراین په ختیځو برخو کې د حکومت خلاف په جګړه کې د بیلتون پالو وسله والو ملاتړ کوي چې تر اوسه پکې تر ۱۰ زره زیات کسان وژل شوي دي.

د اوکراین ولسمشر پیترو پوروشینکو پرونۍ خبرې غونډې ته وویل لهولسمشر اردوغان سره یې پر ټولو دوه اړخیزه معاملاتو له هیلو ډکې خبرې شوې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG