د لاسرسي ځای

تازه خبر

پیسکوف پر سعودي توغندي خرڅول بل هیواد ته خطر نه جوړوي


د روس د ولسمشر مشر دفتر کریملین وايي پر سعودي عرب د روسي توغندیو د خرڅولو تړون د بل کوم هېواد لپاره خطر نه جوړوي.

د کریملین ویاند دیمتري پیسکوف د دوشنبې په ورځ وویل د اوږده واټڼ ویشتونکي فضايي دفاع د میزایلو نظام (ایس ۴۰۰) پر سعودي عرب د خرڅولو تړون د کوم بل هېواد پرضد نه دی.

دیمتري پیسکوف دا څرګندونې د هغه پوښتنې په ځواب کې وکړې چې ایا دا لوظنامه ایران ته خطر جوړولای شي که څنګه؟

دا تړون یو له هغو یو شمیر لوظنامو څخه دی چې تیره اونۍ روس ته د سعودي باچا سلمان بن عبدالعزیز د لومړي سفر پرمهال ترسره شو.

سعودي عرب په منځني ختیځ کې له اوږدې مودې راهیسې د امریکا اتحادي دی او له ماسکو سره د وسلو ورسیتو لوظنامو یې په واشګنټن کې اندیښنې رامنځ ته کړې دي.

د ماسکو او ریاض ترمنځ د وسلو د لوظنامو له اعلانه سمدستي وروسته د امریکا دفاع وزارت وویل د امریکا د بهرنو چارو وزارت پر سعودي عرب د میزایلو ضد دفاعي نظام ممکنه خرڅلاو منظوري ورکړې چې د اندازې ترمخه ۱۵ اربه ډالره بیه لري.

XS
SM
MD
LG