د لاسرسي ځای

تازه خبر

ترکیه کې د امریکا قونسلګرۍ د یوه چارواکي نیولو امر


رپوټونه وايي چې په ترکیه کې د امریکا قونسلګرۍ د یوه چارواکي نیول کېدو امر شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د ترکیې او امریکا ترمنځ د سیاسي کړکېچونو په دوام، د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو په خپلو کې د وېزو پر ورکولو بندیز لګولی دی.

د ترکیې رسنیو پرون دوشنبه وویل، د مشکوک وګړي د نیولو هڅې روانې دي او پولیسو د هغه له ښځې او زوی څخه پوښتنې کړي دي.

په استانبول کې تېره اوونۍ د امریکا د قونسلګرۍ د یوه سیمه ییز کارکونکي تر نیول کېدو وروسته، په ترکیه کې د امریکا سیاسي ماموریت د مهاجرت له وېزو پرته پر تولونورو وېزو بندیز ولګاوه.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت پرون له واشنګټنه غوښتنه وکړه چې پردې پرېکړه له سره غور وکړي او ویې ویل چې داسې اقدامات غیر ضروري لانجه رامنځته کولائ شي.

د ترکیې حکومت تر اوسه په خپله خاوره کې د امریکايي ډيپلوماټ د نیولو په اړه جزئیات نه دي ورکړي او دلیل یې لا نه دی څرګند شوی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG