د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا په ترکیه کې د ویزو په ورکولو بندیز لګولی


په ترکیه کې د امریکا متحده ایالاتو ډيپلوماتیک مأموریت وايي، په دغه هېواد کې یې امریکا ته له کډوالۍ پرته د ټولو ویزو صادرول بند کړي دي.

دا کار په ترکیه کې د امریکا د قونسلګرۍ د یوه کارکوونکي تر نیول کېدو وروسته شوی دی.

په انقره کې د امریکا سفارت پرون یکشنبه وویل چې د څو ورځو پېښو دا سفارت اړ ایست، څو د امریکايي ډيپلوماتانو او مرکزونو د امنیت د خوندي ساتلو په برخه کې، د ترکیې حکومت ژمنې یو ځل له نظره تېرې کړي.

د ترکیې سیمه‌ییزو رسنیو راپور ورکړ چې د امریکا د قونسلګرۍ کارکوونکی د اکټوبر په ۴مه د ترکيې له تبعید شوي مذهبي مشر فتح‌الله ګولېن سره د اړیکې په تور په استانبول کې نیول شوی دی.

په فتح‌الله ګولېن تور پورې دی چې د ۲۰۱۶ میلادي کال ناکامه کودتا یې طرحه کړې وه، هغه تور چې ګولېن په وار وار رد کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG