د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ: بیت المقدس ته د امریکايي سفارت د لېږدولو ژمنه نه عملي کوو


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوې تلویزونې مرکه کې ويلي چې اوس مهال به بيت المقدس ته د امريکا د سفارت خاني د وړلو ژمنه عملي نه کړي.

ډونالډ ټرمپ په دې مرکه کې له ايران سره د اټومي معاهدې په اړه د خپل پلان له واضحولو هم ډډه کړې.

د خالي په ورځ، د پخواني ریپبلکن ګورنر مايک هکابي ((Mike Huckabee)) په تلویزوني پروګرام کې ولسمشر ټرمپ وويل چې بيت المقدس ته د امريکايي سفارتخانې معامله تر هغې پورې پرمخ نه بوځي تر څو د اسرائيل او فلسطين ترمنځ د سولې تړون لپاره بله هڅه ونشي.

نوموړي وويل په دي اړه نزدې راتلونکې کې د حتمي پريکړي امکان نيشته. د اسرائيلو او فلسطين ترمنځ شخړه کې تر ټولو حساسه موضوع د بيت المقدس حثيت دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG