د لاسرسي ځای

تازه خبر

بدخشان: افغان پوځ د وردوج ولسوالۍ د بېرته نیولو هڅه کوي


افغان پوځ په بدخشان ولایت کې
افغان پوځ په بدخشان ولایت کې

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د بدخشان د وردوج ولسوالۍ د بیرته نیولو لپاره د دوی هڅې روانې دي.

د دغه وزارت ویاند جنرال دولت وزیري د یکشنبې په ورځ مشال راډيو ته وویل چې، افغان ځواکونو په بدخشان کې وسله والو مخالفانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

د بدخشان د وردوج ولسوالي له تیرو دوو کلونو راهیسې د وسله والو مخالفانو په کنټرول کې ده. همدارنګه پدې وروستیو کې د وردوج ولسوالۍ قومي مشرانو او ولسي پاڅون کوونکو ویلي چې، دغه ولسوالي د بهرنیو جنګیالیو په امن پټن ‌ځای بدله شوې او د سیمې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

ولسي پاڅون کوونکیو په سېمه کې د مشال راډيو خبریال ته همدارنګه ویلي چې په دغو بهرنیو جنګیالیو کې چیچنایان، عربان، ازبکستانيان، تاجیکستانيان، پاکستانيان او ایغوریان شامل دي.

خو وسله والو مخالفانو تراوسه په دې اړه څه نه دې ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG