د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان او چین: د اقتصادي لارې پروژې یوازې پرمختیايي دي


اسلام اباد - د پاکستان بهرنيو چارو وزارت وايي، د چين سره د اقتصادي راهدارۍ پروژه د ټولې سيمې د پرمختګ لپاره ده. یاد وزارت د خالي په مازيګر خبريالانو ته لېږدولې يوه خبرپاڼه کې زياته کړې چې دا پروژه د پرمختيا او خلکو ترمنځ د تړون لپاره ضروري ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت لخوا دا بيان تر هغې وروسته راغلی چې د امريکا دفاع وزير جېمز میټېس د اکتوبر په درېیمه، کانګرس ته معلوماتو ورکولو پر مهال ويلي وو د یوې کړۍ – یوې لار د پروژو سړک له ((لانجمنې سیمې)) تېرېږي.

د یوې کړۍ – یوې لار د [پروژو سړک] له لانجمنې سیمې تېرېږي.
جېمز میټېس

د امریکا د دفاع وزیر په دې اړه وضاحت نه دی کړی خو پاکستان او چین له دې داسې انګېرلې ده چې ګواکې د نوموړي اشاره د پاکستان تر انتظام لاندي کشمير لوري ته وه. که څه هم د پاکستان ـ چین ترمنځ اقتصادي دهلېز له کشمېره نه بلکې د ګلګت بلتستانه تېرېږي.

شننه: د امريکا تر دريځ وروسته د چين پاکستان راهدارۍ راتلونکې څه ده؟

اخوا چین هم د جمعې په ورځ ویلي دي چې اقتصادي دهلېز یواځې د پرمختیاپروژه ده او د هېوادونو د خپلواکۍ له موضوعاتو سره هېڅ تړاو نه لري.

اقتصادي دهلېز د خپلواکۍ له موضوعاتو سره هیڅ تړاو نه لري
چین

​د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې نړيواله ټولنه دې په جمو کشمېر کې د هندي ځواکونو د بشري حقونو پر سرغړونو وغږيږي.هند د جمو کشمېر مسله داخلې موضوع بولي، د بشري حقونو له سرغړونو انکار کوي او پر پاکستان تور پورې کوي چې هلته د وسله والو ډلو ملاتړ کوي.

اړوند موضوعات:

پاکستان بهرنۍ تګلاره کې د ورپېښو چېلنجونو په باب کنفرانس جوړوي

د چین ـ پاکستان اقتصادي پروژو ساتنې ته ځواک جوړېږي

XS
SM
MD
LG