د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امريکا تر دريځ وروسته د چين پاکستان راهدارۍ راتلونکې څه ده؟


پراګ - د امريکا دفاع وزير جېمز ميټېس، د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ ته په اشاره سره ويلي چې يوه کړۍ- يوه لار تر لانجمنه سيمې تېرېږي.

د پاکستان تر انتظام لاندې ګلګلت بلتستان د راهدارۍ د پروژو برخه ده چې هند يې لانجمنه سيمه ګڼي.

د امريکا د دفاع وزير جيمز ميټېس د يوې کړۍ – يو سړک په اړه دا خبره د اکتوبر پر درېيمه نېټه په واشنګټن کې د کانګرس پوځي خدمتونو کمېټۍ ته کړې وه.

د کمېټۍ يوه غړي ګيري پيټرز و پوښتل چې د چين د يوې کړۍ-يو سړک اقتصادي نوښت د افغانستان پر حالاتو څه اغېز کولای شي او که څنګه؟

د دې په ځواب کې جيمز ميټېس د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ ته په اشاره سره وويل چې يوه کړۍ-يو سړک تر لانجمنه سيمه تېرېږي.

ترڅو پاکستان، چين، امريکا او هند په خپلو کې ناسته و نکړي چې دا لانجه به څنګه حل کېږي نو زما په فکر تر هغو د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ پر پروژو به پوره کار و نه شي. اکرام هوتي

((د یوې کړۍ – یوې لار پروژو په اړه به ووایم چې فکر کوم په عالمګیریت یا په اوسنۍ تړلې نړۍ کې ډېرې کړۍ او ډېرې لارې یا سړکونه دي او هېڅ یو هېواد باید ځان ته په دې سترګه و نه ګوري چې د (یوې کړۍ – یوې لار) جوړولو حکمونه ورکړي. له دې سره سره، د یوې کړۍ – یوې لار د [پروژو سړک] له لانجمنې سیمې تېرېږي. او زما په اند، دا خپله د یو ډول حکم یا امر یا د مشرۍ پیدا کولو نازک حالت ښيي))

پاکستان او چين دواړو د جېمز ميټس څرګندونې رد کړي دي.

بېجنګ او اسلام اباد د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ پر يو شمېر پروژو کار کوي چې پکې ځينې بشپړې شوي او پر ځينو لا هم کار روان دی.

دواړه هېوادونه وايي چې له وخت تېرېدو سره به د راهدارۍ اقتصادي حجم زياتوي خو پوښتنه داده چې د امريکا تر دریځ وروسته به چين او پاکستان د راهدارۍ پروژې ایا د نور پراخولو جوګه شي او که څنګه؟

په اسلام اباد کې د اقتصادي چارو خبريال اکرام هوتي فکر کوي چې راهداري له خنډونه سره مخامخ کېدا ی شي.

((تر څو پاکستان، چين، امريکا او هند په خپلو کې ناسته و نه کړي او دا خبره و نه کړي چې دا لانجه به څنګه حل کېږي نو زما په فکر تر هغو د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ پر پروژو به لږ لږ کار کېږي خو پوره کار نه شي کېدای.))

د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ کار به بلکل پر ځای و نه درېږي بلکې دا به له پلان سره سم مکملېږي او په څو مياشتو دننه کې به تاسو و وينئ چې زموږد سامان وړونکيو ټرکونو تګ راتګ به پيل شي. رانا محمد افضل

خو د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ په اړه د پاکستان د پارليماني کمېټۍ د واکمن مسلم ليګ نواز ډلې غړی رانا افضل خان بيا ټينګار کوي چې د امريکا دريځ به د راهدارۍ پر راتلونکې هېڅ اغېز ونکړي.

((د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ کار به بالکل پر ځای و نه درېږي بلکې دا به له پلان سره سم مکملېږي. په څو مياشتو دننه کې به تاسو و وينئ چې زموږ د سامان وړونکيو ټرکونو قافلو تګ راتګ به پيل شي. هسې خو پروسږکال هم د ۲۰۰ لاريو يوه قافله په ازمايشي بنيادو تللې وه خو اوس د ټيکسلا او ډېره اسماعيل خان ترمنځ يوه لنډه لاره جوړېږي چې ډېر ژر به مکمله شي نو بيا به پر دې سړک د پاکستان، چين او نړۍ ترمنځ په تېزی سره تګ راتګ پیل شي.))

د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ تړون په ۲۰۱۳ز کال کې شوی وو چې له مخې به يې د ۵۶ اربه ډالره په لګښت د دواړه هېوادونو ترمنځ د سړکونه، اورګاډي پټلۍ او د اقتصادي سيمو ترڅنګ يو شمېر نورې منصوبې مکملېږي.

XS
SM
MD
LG