د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خېبر پښتونخوا کې ډینګي تبې ۴۸ کسان وژلي


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

په خېبر پښتونخوا کې د ډينګي ناروغۍ له وجې د مړو شويو کسانو شميره ۴۸ ته رسېدلې او تر اوسه د ۶۲۰۰۰ کسانو د ډينګې تبې ټيسټونه شوي دي.

د خېبر پښتونخوا د صحت په محکمې کې د ډينګې ناورغۍ د مخنيوي پروګرام مشرې ډاکټر شاهين اپريدۍ د خالي په ورځ مشال راديو ته وويل چې تر ۱۳۰۰۰ پورې کسانو کې د ډينګي ناروغي تصديق شوې ده او په دې کې تر ۱۰۰۰۰ پوري کسان له هسپتالونو فارغ کړل شوي دي.

چارواکي وايي، دوی کوشش کوي چې د دوا په پاشلو او د عامه پوهاوي په زیاتولو سره د ډينګي وايرس خورونکيو غوماشو مخه ونيسي.

په پېښور کې د تهکال سیمه د ډینګي وایرس تر ټولو زیاته اغېزمنه کړې وه. د سیمې خلکو په وار وار له حکومته غوښتنه کړې چې د ډينګي ناروغۍ د مخنيوي لپاره دې کوټلي ګامونه پورته کړي.

XS
SM
MD
LG