د لاسرسي ځای

د ترکي ولسمشر اردوغان په شام کې د عملیاتو اعلان کړی


د ترکي ولسمشر رجب طیب اردوغان

د ترکي ولسمشر رجب طیب اردغان په شام کې د ادلیب صوبې د بیرته نیولو لپاره د شنبې په ورځ د عملیاتو اعلان کړی دي. دا صوبه د داعش تر ولکې لاندې ده.

ترکي له شام سره پر پوله له هغې وروسته خپل پوځیان زیات کړي دي چې په سیمه کې له روس او ایران سره د ډزبندۍ لپاره پر کار کولو سلا شو.

ولسمشر اردغان په ټیلي ویژني وینا کې وویل چې د ادلیب صوبې امنیت باوري کولو لپاره يې نوي ګامونه پورته کړي دي .

نوموړي زیاته کړه چې د شنبې په ورځ په ادلیب کې سنجیده عملیات پیل شوي دي او دا به دوام ولري.

رجب طیب اردغان د یو خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل چې تر اوسه د ترکي ځواکونه ادلیب ته نه دي تللي.

XS
SM
MD
LG