د لاسرسي ځای

تازه خبر

ضياالدين: «د قامونو تقدير استاد جوړوي»


ضياالدين: «د قامونو تقدير استاد جوړوي»
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:46:29 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

ضياالدين يوسفزی وايي ترهګرو نه غوښتل چې ملالا د کوڅې په يو سکول کې تعليم ترلاسه کړي خو نن هغه د خپل استاد پلار په برکت په اکسفورډ پوهنتون کې ده. ضياالدين وايي د قامونو د تقدير جوړښت په سکولونو ،کالجونو او پوهنتونونو کې استاذان کوی. ضياالدين چې د نړيوال تعليم لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی مشاور هم دی وايي په وروسته پاتې هيوادونو کې استاذان ډېرې ستونزې لري چې له وجې يې د زدهکونکو پر تعليم ډېر بد اثرات پريوځي. نوموړی وايي ترڅو چې د ډاکټرۍ او انجينېرۍ په څېر د روزګارونو ارزښت استازۍ ته نه وي ورکړل شوی نو تر هغو د يو هيواد ټولې ادارې نه شي سمېدی. ضياالدين وايي حکومتونو ته پکار دي چې استاذانو ته ټولې اسانتياوې برابرې کړي چې دارنګ ټول پام يې د ښوونې عمل ته وي. نوموړي پر حکومتونو غږ وکړ چې استاذانو ته په جديدو بنيادونو روزنه هم ورکړي. د ده په خبره هغه کس چې د برداشت ماده پکې نه وي بايد استاد جوړ نه شي. ضياالدين چې د ملالې يوسفزۍ استاد هم دی له ده مو د نورو پوښتنو ترڅنګ دا هم تپوسلي چې د ملالې يوسفزۍ په ژوند کې د يواستاذ په حېث د دوی څه رول دی؟

XS
SM
MD
LG