د لاسرسي ځای

تازه خبر

سږنۍ نوبل جایزه د اټومي وسلو نابودولو کمپاین ته ډالۍ


د اټومي وسلو له منځه وړلو نړيوال کمپاين (ای سي اې اېن) مشره بیتریس فین
د اټومي وسلو له منځه وړلو نړيوال کمپاين (ای سي اې اېن) مشره بیتریس فین

د ۲۰۱۷م کال د سولې نوبل جايزه د اټومي وسلو له منځه وړلو نړيوال کمپاين په برخه شوه. دا اعلان نن په اوسلو کې د ناروې نوبل کمېټې وکړ.

د کمېټې مشر بريت ريس انډرسن نن د جايزې اعلانولو مهال وويل چې د اټومي وسلو له منځه وړلو نړيوال کمپاين يا (ای سي اې اېن) په نامه د مدني ټولنو د نړيوالې اتحاديې کار ځکه د ستايلو وړ دی چې دوی د اټومي وسلو د استعمال په پايله کې د رامنځ ته کېدونکې بشري ناورين په اړه د خلکو پاملرنه جلب کړې ده.

پر دې سربېره دې ټولنې د اټومي وسلو د مخنيوي تړون رامنځ ته کولو لپاره ژورې هڅې کړې دي. دا اتحاديه په ۲۰۰۷م کال کې جوړه شوه چې د نړۍ په ۱۰۱ هېوادونو کې ۴۶۸ برخوال سازمانونه لري.

XS
SM
MD
LG