د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ د ايران په اړه خپله تګلاره اعلانوي


امريکايي چارواکي وايي چې داسې ښکاري د امریکا ولسمشر ډونلد ټرمپ به راتلونکې اوونۍ د ایران په اړه خپله تګلاره د يوې وينا له لارې په ډاګه کړي. ولسمشر ټرمپ د ايران په وړاندې سخت دريځ لري او د تهران او د نړيوالو قوتونو تر منځ د ايران د اېټمي تړون پر سر د شوې موافقې سر سخت مخالف دی.

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ايران په وړاندې د خپل راتلونکې سياست په اړه وینا څو ورځې مخکې تر هغه کوي چې د اکتوبر ۱۵مه نېټه د امریکا د حکومت لپاره وروستۍ نېټه ده چې کانګرس ته په دې اړه چې ایا له ایران سره د نړيوالو قدرتونو د ۲۰۱۵ م کال اېټمي تړون عملي شوی که نه، معلومات ورکړي.

امریکایي چارواکو د نوم نه څرګندولو په شرط ویلي چې داسې ښکاري چې سپینې ماڼۍ په واشنګټن کې د دغې وینا لپاره د اکتوبر ۱۲مه نېټه ټاکلې ده.

ټرمپ باید کانګرس ته د اکتوبر تر ۱۵مې نېټې دا په ډاګه کړي چې ایا ایران پر دغه اېټمي تړون تر اوسه عمل کوي يا ايا د دغه تړون دوام د امريکا ګټې خوندې ساتي او که نه؟

که چېرې د ټرمپ انتظاميه پر ۱۵م اکتوبر دا پخلی ونه کړي چې تهران له تړون سره سم عمل کوي نو د امریکا کانګرس چې جمهوري غوښتونکې پکې برلاسي دي ۶۰ ورځې وخت لري چې د پر ايران يو ځل بيا د هغو بندیزونو لګولو په اړه پریکړه وکړي چې د دغه تړون له مخې ځنډول شوي وو.

د امريکا له قانون سره سم بنديزونه ۱۲۰ ورځې وروسته خپل اعتبار بايلي نو د دې معنا دا شوه چې د امريکا حکومت بايد هرې څلور مياشتې وروسته حالاتو ته بيا کتنه وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG