د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان حکومت باثباته لیدل غواړو. ټیلرسن


واشنګټن: د امریکا بهرنیو چارو وزیر رکس ټیلرسن له خپل پاکستاني سیال خواجه محمد اصف سره روغبړ کوي. ۴م اکتوبر ۲۰۱۷
واشنګټن: د امریکا بهرنیو چارو وزیر رکس ټیلرسن له خپل پاکستاني سیال خواجه محمد اصف سره روغبړ کوي. ۴م اکتوبر ۲۰۱۷

د امریکا بهرنیو چارو وزیر د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا نوې ستراتېژي د افغانستان د امنیت او د پاکستان د ثبات لپاره ممهه وبلله.

ریکس ټیلرسن په واشنګتن کې د چارشنبې په ورځ رسنیو ته وویل چې متحده ایالات د پاکستان راتلونکې ته اندېښنه لري."زما په اند د پاکستان او امریکا اړیکې په بې سارې توګه په سیمه ییزه کچه ارزښتناکې دي. کله چې مو د جنوبي اسیا ستراتيژي پلانوله نو هغې ته مو له سیمه ییزه پلوه کتلي دي. دا یوازې د افغانستان لپاره نه‌ ده .... دا د پاکستان د اهمیت په باب ده، د پاکستان اوږدمهالي ثبات په باب ده، موږ د پاکستان حکومت راتلونکې ته اندېښمن یوو، او دې ته په کتو غواړو چې حکومت‌ یې ټېکاو ولري، موږ دوی سوله‌ییز لیدل غواړو، ډېری هغه ستونزې چې پاکستان یې په هېواد دننه پروړاندې مبارزه کوي هغه زموږ مسلې او ستونزې دي. "

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې ویلي چې د چارشنبې په ورځ په دې ملاقات کې امریکا په دې رضا شوې چې د ولسمشر ټرمپ د ستراتیژۍ په اړه د پاکستان غوښتنو ته ځواب ووايي.

په واشنګټن کې د امریکا بهرنيو چارو له وزير ریکس ټیلرسن سره په ملاقات کې د پاکستان بهرنيو چارو وزير خواجه اصف ويلي دي چې هېواد یې د ټولو وسله والو ډلو پرضد بې توپيره عمليات کوي.

د خواجه اصف په خبره هم له دې کبله په پاکستان کې ترهګري کمه شوې. دا په داسې حال کې ده چې هم څو ورځې مخکې د پاکستان بهرنېو چارو وزير ويلي و چې د حقاني شبکې او جماعت الدعوا د مشر حافظ سعيد په څېر عناصر پر پاکستان بوج دی او له دې د ځان خلاصولو لپاره بايد وخت ورکړل شي.

د اسلام اباد پرضد ګام

د امریکا او پاکستان بهرنیو چارو وزیرانو تر لیدلو یوه ورځ وړاندې د امریکا دفاع وزیر او لوی درستیز د سېنېټ جرګې د پوځي خدماتو کمېټۍ ته د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د نوې ستراتېژۍ په باب د معلوماتو ورکولو مهال وویل، که چېرته د افغانستان په مسله کې یې له پاکستان سره هڅې ناکامه شي نو ولسمشر ډونالډ ټرمپ چمتو دی چې د اسلام‌اباد پرضد هر هغه ګام واخلي چې اړتیا یې وي.

د امریکا لوی درستیز جوزف ډانفورد بیا د سېنېټ پوځي خدماتو کمېټۍ ته په ښکاره وویل چې د پاکستان استخباراتي اداره «ای. اېس. ای» له ترهګرو ډلو سره اړیکې لري.

خو د امریکا بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن بیا د پاکستان پرضد دومره په زغرده څه و نه ‌ویل، د نوموړي وینا وه چې په افغانستان کې د امنیت لپاره په کار ده چې له اسلام‌اباد او نوي ډېلي سره ګډې هڅې وشي.

"د جنوبي اسیا لپاره زموږ تګلاره، په تېره د افغانستان لپاره، په دې مانا ده چې له هند او پاکستان سره د اړیکو ساتلو په زور ترهګري له بېخه وباسو او د افغان حکومت ملاتړ وکړو چې هغوی د خپل ولس خوندي وساتي."

نږدې یوه نیمه میاشت مخکې چې کله د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره نوې ستراتېژي اعلان کړه نو پاکستان دا تورونه رد کړل چې په خپله خاوره کې ترهګرو ته پناهځایونه ورکوي یا له ترهګرو ډلو سره همکاري کوي. او اوس هم دا وایي چې له ترهګرۍ سره په جګړه کې یې ډېره سرښندنه یا قرباني ورکړې ده، دا هم وايي چې امریکا دې د ترهګرۍ پرضد د پاکستان قربانۍ په پام کې ونیسي.

XS
SM
MD
LG