د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان وايي د افغانستان په اړه د امریکا نوې تګلارې ناهیله کړی دی


د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند

پاکستان د امریکا د ولسشمر ډونلډ ټرمپ له خوا د افغانستان او سيمې په اړه پر اعلان شوې ستراتيژۍ ناهيلې ښودلې او ويلي يې دي چې په دغه پالیسۍ کې د ترهګرۍ پر ضد جګړې او د دې په مخنیوي کې د پاکستان قربانۍ له پامه غورځول شوي دي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت لخوا د سېشنبې په ورځ ناوخته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ترهګرۍ د مخنيوي لپاره تر پاکستان زياتې هڅې د نړۍ بل هيڅ هېواد نه دې کړي او په دې لړ کې دغه هېواد تر ټولو زيات ځپل شوی دی.

خبرپاڼه زياتوي چې پاکستان خپله خاوره د هيڅ یوه هېواد پر ضد کارېدو ته نه پرېږدي او امریکا باید په پاکستان کې د ترهګرو د خوندي مرکزونو د ناسمې ادعا پرځای د ترهګرۍ د ختمولو لپاره ګډ کار ورسره وکړي.

دا له هغه وروسته ده چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ د افغانستان او جنوبي اسيا لپاره د امریکا ستراتيژۍ اعلان کړه.

ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر دې مهال پاکستان ته خبرداری ورکړ چې په دغه هېواد کې د وسله والو پټنځایونه او په سیمه کې د وسله والو ډلو ملاتړ ورته نور د زغملو وړ نه دی.

ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي وو چې امريکا پاکستان ته په اربونو ډالر ورکوي خو په عين حال کې دغه هېواد هغو ترهګرو ته پټنځايونه ورکوي چې امريکا ورسره جنګيږي.

بلخوا د امريکا د بهرنيو چارو وزير رېکس ټیلرسن ويلي چې که پاکستان د طالبانو او نورو سختدريځو ډلو پر ضد کاروايي ونکړي نو ښايي امريکا يې مجازات کړي يا د غېر ناټو متحد حيثيت ورڅخه واخلي.

رېکس ټيلرسن دا خبرې تېره ورځ په واشنګټن کې يوې خبرې غونډې ته د وينا پر مهال وکړې.

ټيلرسن زياته کړه چې پاکستان بايد خپل دريځ بدل کړي او امريکا چمتو ده چې له دوی سره په ګډه کار وکړي او له ترهګرو ډلو څخه د دوی په خوندې ساتلو کې ورسره مرسته وکړي.

د نوموړي په خبره امريکا به د پاکستان ملاتړ په مشروط ډول کوي او له دغه هېواد سره به يې اړيکې په سيمه کې له نتايجو سره تړلې وي.

XS
SM
MD
LG