په پاکستان کې یو پوځي عدالت د ترهګرۍ په تور کې درې کسانو ته د مرګ سزا ورکړی ده.
د پاکستان پوځ په یو بیان کې ویلي دي چې دغه وسله وال پوځي عدالت د ترهګرۍ په بریدونو کې ککړ ګرځولي وو چې پرون ورته د پیښور په یو زندان کې د مرګ سزا ورکړل شوې ده.
تر دې یوه ورځ وړاندې د بشري حقونو د دفاع یوې ډلې - جسټس پراجیکټ پاکستان – په ملک کې د پهانسۍ د سزا مخ زیاتیدونکي شمیره فکرمندي وښودله.
یادې ادارې زیاته کړې چې له ۲۰۱۴م کاله راهیسې په پاکستان کې ۴۷۷ قیدیانو ته د مرګ سزا ورکړل شوې ده.
پاکستان په ۲۰۰۸ م کال کې د مرګ پر سزا عمل ځنډولی وو خو د پیښور پر ارمي پبلک سکول تر ترهګر برید وروسته یې دغه سزا بیا عملي کړه.
په هغه ترهګر برید کې یونیم سل کسان وژل شوي وو چې ډیر پکې د یاد سکول ماشومان وو.