د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر ټرمپ ښايي د ایران په اړه ځانګړې وینا وکړي


امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ
امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ

امریکايي چارواکي وايي تمه ده چې ولسمشر ټرمپ راروانه اونۍ د ایران په اړه یوه رسمي وینا وکړي.

چارواکیو د نوم نه ښودلو په شرط ویلي ــ سپینې ماڼۍ په واشنګټن کې د ولسمشر ټرمپ د وینا لپاره د اکتوبر ۱۲مه نیټه په پام کې نیولې ده.

ولسمشر ټرمپ دا وینا په داسې حال کې کوي چې د اکتوبر پر ۱۵مه نیټه به هغه د ایران او نړیوالو قوتونو تر مینځ د ایټمي تړون په اړه سند ورکوي چې آیا ایران لوظنامه عملي کوي او که نه؟

که چیرې د ټرمپ انتظامیه د اکتوبر تر ۱۵ مې نیټې سند ورنکړي نو کانګرس به بیا په دوو میاشتو کې پریکړه کوي چې آیا پر ایران هغه بندیزونه بیا عملي کړي او که نه کوم چې پرې د تړون تر لاس لیک کېدو وړاندې لګول شوي وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG