د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر ټرمپ: شمالي کوريا سره پر ايټمي پروګرام خبرې وخت ضايع کول دي


د شمالي کوريا مشر کيم جانګ اون او امريکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ
د شمالي کوريا مشر کيم جانګ اون او امريکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن ته ویلي چې هغه له شمالي کوریا سره د ایټمي او میزایلي پروګرام پر سر د خبرو لپاره خپل وخت ضایع کوي.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ دا خبرې پرون په خپله ټویټر پاڼه وکړي . هغه په دغه ټویټ کې د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون یو " راکټي سړی" یا لیټل راکټ مېن یاد کړ.

د ولسمشر ډونالډ ټرمپ دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغې مخکې ته راغلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن ویلي وو امریکايي چارواکي له شمالي کوریا سره د رابطې لپاره لارې چارې لري .

دې ورستیو کې د شمالي کوریا د راکټي او ایټمي پروګرام پر سر تاوتریخوالی زیات شوی دي او ورسره د امریکا او شمالي کوریا ترمنځ د یو بل پر ضد د مخالفت ډکو بیانونو کې هم اضافه شوې ده. تېره میاشت د شمالي کوریا تر ټولو زیاتې طاقتورې ایټمي تجربې وروسته ملګرو ملتونو پر دغه هېواد نوي بندیزونه ولګول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG