د لاسرسي ځای

تازه خبر

امريکا: پر يو کنسرټ ډزو کې ۲۰ کسان وژل شوي


امریکايي پولیس وايي تیره شپه د نواډا ریاست د لاس ویګاس ښار کې يې له هغې پیښې وروسته یو مشکوک تن وژلی چې د موسیقۍ د کنسرټ پر مهال په ډزو کې شل تنه ووژل شول. تر سلو ډېر زخميان شوي هم دي.

د یو ځايي هسپتال ویاندې دینیتا کوهن ویلي چې د دغه پیښې ۲۶ زخمیان یې په هسپتال کې داخل کړي دي.

په ټولنیزو رسنیوو کې عیني شاهدانو لیکلي چې د کلیوالې موسیقۍ په دغه مېله له له يو څخه زياتو کسانو ډزې وکړې.

د ټویټر یو کاروونکي د پولیسو د وارلیس خبرو په اوریدو لیکلي چې د مینډلی بې هوټل په ۳۲ چت دوه برید ګر موجود وو او په پولیسو یې ډزي کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG