د لاسرسي ځای

د نيو یارک يو عدالت تيره ورځیو امریکايي له القاعده سره د همکارۍ په تور کې سزا اورولې ده.

عدالت دې کس ته دا سزاپه ۲۰۰۹م کال کې په افغانستان کې پر يوه امریکايي پوځي اډه په يو ناکامه ځانمرګي بريد کي د برخي اخستو او القاعده وسله والي ډلي سره د ملاتړ له وجي اورولي ده.

د ا ستغاثي وکيلانو ويلي دي چې يو ديرش کلن موهند محمود الفارخ ته په نيو یارک کې وفاقي جيوريدا سزا د امریکایانو د وژنې د سازش ، په لويه کچه د تباهۍ وسله کارول او بهرنۍ ترهګرې ډلې سره د ملاتړ په تور اورولي ده.

ممکنه ده محمود الفارخ ته د دې تورونو له وجي د عمري قيد سزا واو رول شي خو د دغې سزا رسمي اعلان به د راتلونکي کال د جنورۍ پر يوولسمه نيټه کيږي.

خو بلخوا د الفارخ وکيل رايټرز خبري اژانس ته ويلي ، دی په دې باور دی چې قانوني تېروتنې د ده موکل ته د دې سزا په اورول کېدو کې رول لوبولی دی او دی بله یې پرضد اپیل کوي

د استغاثې وکيلان وايي الفارخ په ۲۰۰۰۷م کال کې پاکستان ته په دې موخه سفر کړی وو چي القاعده شبکه کي شامل شي او امریکایان ووژني.

XS
SM
MD
LG