د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا سېنېټ د روسیې او افغانستان لپاره سفیران تایید کړل


د افغانستان لپاره یې جان بېس او د روسیې لپاره جان هنټسمن د نویو سفیرانو په توګه تایید شوي دي

بېګا ماښام سېنېټ په یوه خوله په چین کې پخوانی امریکايي سفیر جان هنټسمن د روسیې لپاره نوی سفیر تایید کړ. هنټسمن پخوا د امریکا د یوټا ایالت ګورنر وو او د پخواني ولسمشر باراک اوباما په واکمنۍ کې یې په چین کې د سفیر په توګه خورا زیاته تجربه تر لاسه کړې.

دی د پخواني ولسمشر جارج ډبلیو بوش په واکمنۍ کې په سېنګاپور کې د امریکا سفیر هم پاتې شوی وو.

سېنېټ پر داسې وخت هنټسمن په مسکو کې د سفیر په توګه تایید کړی چې د کانګرس یو شمېر کمېټۍ تېر کال په امریکايي ولسمشریزو انتخاباتو کې د روسیې د مداخلې د تورونو پلټنې کوي.

هنټسمن ۵۷ کلن دی او سېنېټ ته یې په خپله وینا کې وویل چې ((په دې کې هېڅ شک نشته چې روسي حکومت تېر کال په امریکايي ولسمشریزو انتخاباتو کې لاسوهنه کړې او د واشنګټن د ملګرو هېوادونو په ډېموکراټیکو بهیرونو کې مداخلې ته دوام ورکوي.)) خو ده زیاته کړه چې واشنګټن د شام، شمالي کوریا او نورو سیمو د بحرانونو د هواري په هڅو کې له روسیې سره له رابطو لرلو پرته بله لار نه لري.

هم تېر ماښام امریکايي سېنېټ جان بېس په افغانستان کې د نوي سفیر په توګه تایید کړ.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG