د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل کې د چین، افغانستان او پاکستان دوهمه غونډه وشوه


د چین، پاکستان او افغانستان ترمنځ د څرګندې همکارۍ خبرو دوهم دور په کابل کې ترسره شوی چې درې-واړو لوریو پکې د افغانستان اقتصادي پرمختګ په ګډون پر یو لړ مسایلو وغږېدل.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د چارشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه مذاکرات د سپپټمبر په ۲۶ او ۲۷مه نېټه وشول چې مشري یې د افغانستان مالیې وزارت جګپوړي چارواکي مصطفا اریا پر غاړه وه او د چین له خوا پکې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت جګپوړي غړي ژاوکین او له پاکستانه یې د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي منصور احمد خان ګډون کړی و.

خبر پاڼه په دې اړه کاږي:

"په دغو مذاکراتو کې درېواړو اړخونو هغه ځانګړې څانګې په نښه کړي چې عملي همکاري پکې شونې ده او درېواړه لوري په دې سلا شوي چې په دغو برخو کې همکاري لا پراخه کړي."

د دغې غونډې ګډونوالو پر دې ټینګار کړی چې د درې اړخیزې عملي همکارۍ مذاکراتو هدف د افغانستان بیارغونه او د دې هېواد اقتصادي پرمختګ او د درېواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزو اړیکو ته پراختیا ورکول دي.

خبر پاڼه زیاتوي د چین، پاکستان او افغانستان د درې اړخیزې همکارۍ بله غونډه به په اسلام اباد کې وشي چې نېټه به یې وروسته اعلان شي.

د افغانستان و پاکستان ګاونډي هېواد چین په دې وروستیو کې د اسلام اباد و کابل ترمنځ د اړیکو د رغونې لپاره هلې څلې پیل کړي او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر څه موده مخکې په دې لړ کې د پاکستان او افغانستان سفر هم کړی و.

چین د افغانستان د سولې د پروسې په لړ کې د جوړې شوې هغه څلور اړخیزې کومېټې غړی هم دی چې په ۲۰۱۵مېلادي کال کې په اسلام اباد کې جوړه شوه.

په کابل کې د افغان سولې په اړه څلور اړخیزه غونډه.
په کابل کې د افغان سولې په اړه څلور اړخیزه غونډه.

په دغه کومېټې کې پر چین سربېره، د افغانستان، پاکستان او امریکا استازي هم برخه لري.

د یادونې وړ ده چې دغه کومېټې تر جوړېدو وروسته په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره په اسلام اباد او کابل کې څو غونډې هم کړې وې.

راپور: ذبیح مومند

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG