د لاسرسي ځای

د افغانستان هلمند ولايت چارواکي وايي دغلته په عملياتو کې يودېرش وسله وال وژل شوي او ۷ نور زخميان شوي دي.

دهلمند والي ویاند، عمرځواک نن مشال راډيو ته وويل چې دا عمليات په نهرسراج ولسوالۍ کې شوي دي. د هغه په وېنا په دې عملياتو کې د وسله والو ځيني مرکزونه ويجاړ شوي او وسلې يې د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

همداراز شاوخوا۳۰۸بېلابېل ډول ماينونه کشف او ختم کړل شوي دي. د یو بل خبرله مخې نادعلي ولسوالۍ دپاره نوې ټاکل سوي امنیه قوماندان عبدالبصیر تېره شپه د وسله والو سره په مخامخ جګړه کې وژل شوی دی.

په همدې حال کې د افغانستان د زابل ولايت د والي وياند، ګل اسلام سيال بيګا رسنيوو ته ويلي چېافغان هوايي ځواکونو په پوځي عملياتو کې اته وسله وال وژليچې شپږ پکې بهرني وسله وال دي.

د يو بل خبر تر مخه، د ننګرهار ولايت د والي وياند، عطاالله خوږياڼي نن مشال ريډيو ته وويل چې په جلال اباد کې نا څرګندو وسله والو دوه پولیس په ‌‌‌‌‌‌ډزو وژلي. نوموړي وویل چې بريدکوونکي تښتيدلي خو پلټنې روانې دي.

تر اوسه د دې پېښو په اړه کومې وسله والې ډلې څه نه دې ويلي.

XS
SM
MD
LG