د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر غني: د سولې لپاره همغږي رامنځته شوې ده


د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي په هېواد کې د سولې د ټیګښت لپاره په ملي او نړیواله کچه همغږي رامنځته شوې ده. نوموړي ویلي چې اوس نړیواله ستراتیژي دا ده چې د افغانستان د سولې لپاره باید شرایط برابر شي.

بېګا د ولسمشر غني له دفتر، ارګ څخه خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلې چې ولسمشر دا خبره د سېشنبې په ورځ په ارګ کې د سولې د عالي شورا له مشرتابه سره په لیدو کتو کې کړې ده.

ولسمشر غني ویلي د سیمې له هیوادونو سره به داسې اړیکې جوړې کړي چې د افغان ولس لپاره په راتلونکې کې سوله او ثبات په میراث کې پاتې شي.

د سولې د عالي شورا مشر محمد کریم خلیلي وویل د عامه پوهاوي او ولایتونو ته د سفرونو له لارې به ټول هیواد ته د سولې پیغام ورسوي. کریم خلیلي ډاډ ورکړ چې د سولې په پروسه کې به د افغانستان ټول خلک خپل استازیتوب وویني او دا پروسه به په پراخ بنسټه توګه پر مخ یوسي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG