د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډنفورډ: د ایران له ایټمي تړونه وتل به مشکلات جوړ کړي


د امریکايي پوځ مشر جنرال جوزف ډنفورډ ویلي ، له ایران سره له شوي ایټمي تړون څخه وتل به له نورو هیوادونو سره هوکړو ته د رسېدو لپاره به امریکايي هڅې له مشکل سره مخامخ کړي.

جنرال جوزف ډنفورډ دا څرګندونې د سېشنبې په ورځ د سېنټ د پوځي خدمتونو کمېټۍ ته په وینا کې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر ایران او له دې هیواد سره په ۲۰۱۵م کال کې پر شوي هغه ایټمي تړون نیوکو ته دوام ورکړی دی کوم چې د پخواني امریکايي ولسمشر باراک اوباما په وخت کې شوی وو.

د دې تړون هدف دا وو چې ایران به خپل ایټمي فعالیتونه محدودوي او په بدل کې به یې پرضد د لویدیځ له خوا لګول شوي بندیزونه پورته کېږي.

ولسمشر ډونلډ ټرمپ دا تړون د شرم وړ بولي. جنرال جوزف ډنفورډ سنېټرانو ته ویلي چې ایران پر دې تړون عمل کوي.

خو نوموړي دا هم ویلي چې ایران د منځني ختیځ په هیوادونو کې لاسوهنې کوي او په شام ، عراق او یمن کې د وسله والو ډلو ملاتړ کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG