د لاسرسي ځای

تازه خبر

جېمز مېټس ښايي له هندي چارواکو سره پر افغانستان خبرې وکړي


د امریکا د دفاع وزیر جېمز مېټس
د امریکا د دفاع وزیر جېمز مېټس

تمه ده چې د امریکا دفاع وزیر جیمز مېټس په نوي ډیلي کې د هند له وزیراعظم نریندر مودي او نورو چارواکو سره د افغانستان په اړه خبرې وکړي.

جیمز متېس چې نوي ډیلي ته رسېدلی د سېشنبې په ورځ یې هلته د امریکا په سفارت کې له کارکونکو سره ولیدل او وروسته به د هند له وزیراعظم نریندر مودي، د ملي امنیت له سلاکار اجیت دوال او له خپلې سیالي د هند له نوې دفاع وزیرې نیرمالا سیتا رامان سره خبرې وکړي

دا د ولسمشر ډانالډ ټرمپ د کابینې د غړیو لومړی سفر دی چې نوي ډيلي ته یې کوي.

د امریکا ولسمشر ډانالډ ټرمپ تیره میاشت د افغانستان او جنوبي ایشیا لپاره په خپله سټراټیژی کې هند وهڅاوه چې په امنیتي برخه کې له افغانستان سره مرستې وکړي.

XS
SM
MD
LG