د روسيې د بهرنيو چارو وزير په دې باور دى چې د امريکا متحد ايالتونه به پر شمالي کوريا کومه حمله ونه کړي.
سرګي لاوروف وايي، واشنګټن په دې پوهېږي چې پيونګ يانګ اټمي وسله لري.
لاوروف د روسيې له يوې ټلويزيوني شبکې NTV سره په مرکه کې چې پرون خپره شوه ويلي:
"امريکايان به پر شمالي کوريا کومه حمله ونه کړي، ځکه دوى پوهېږي چې شمالي کوريا اټومي بم لري."
د روسيې د بهرنيو چارو وزير زياته کړه، د شمالي کوريا دفاع نه کوي، ځکه د ده په وينا ټول له دې تحليل سره موافق دي.
د شمالي کوريا د اټمي او بالسټيک توغنديو د ازموينو له کبله په وروستيو کړکېچ زيات شوى دى.