د پکتيکا په ارګون ولسوالۍ کې دوو پوستو سقوط کړى او ٤ پوليس وژل شوي دي.
د يادې ولسوالۍ يوې امنيتي چارواکي چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، نن مشال راډيو ته وویل چې پدې برید کې څلور پولیس وژل شوي ۷ ژوبل دي او جګړه لاهم روانه ده.
خو د پکتیکا د والي ویاند محمد رحمان ایاز مشال راډيو ته وویل چې پدې نښته کې یوه پوسته سقوط شوې او یو عسکر وژل شوی دی.
نوموړي وویل دغه جګړه چې د تیرې شپې راهیسې پیل شوې وه ، دا مهال پای ته رسېدلې ده.
خو وسله والو ادعا کړېچې، د امنیتي ځواکونو د دریو پوستو د نیولو ترڅنګ څلور پولیس یې وژلي دي.