د لاسرسي ځای

تازه خبر

ازربایجان له اروپايي ټولنې سره د مشارکت پر نوې موافقې خبرې کوي


د ازربایجان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر وايي، د ده د هېواد او د اروپايي ټولنې چارواکي د روانې میاشت په پای کې د باکو او اروپايي ټولنې د مشارکت پر نوې موافقې خبرې کوي.

محمود محمد ګلیېف تېر مازیګر په باکو کې خبریالانو ته وویل، دا خبرې د روانې میاشت پر ۲۹مه پیلېږي.

ده وویل، د مشارکت په اړه مذاکرات به په اکتوبر کې او کېدای شي په نومبر کې هم وشي. ګلیېف وویل، په نوي توافق کې به ((د ازربایجان د خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا، سرحدي امنیت)) او نورو موضوعاتو هم خبرې کېږي.

ده زیاته کړه چې ګمان نه کوي چې د ازربایجان او اروپايي ټولنې د مشارکت موافقه به د روان کال تر پایه لاسلیک شي ځکه چې د موافقې په دوسیه کې پر یو شمېر موضوعاتو اختلاف شته.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG