د لاسرسي ځای

تازه خبر

په مکسیکو کې د زلزلې له کبله د مړو شمېر ۲۳۰ ته رسېدلی


د میکسیکو د ولس ساتنې ادارې د چارشنبې په ورځ ناوخته په مړو کې د زیاتوالي پخلی وکړ.

په دې کسانو کې زیاتره په پلازمېنه میکسیکو ښار او د دې ښار په جنوب او ختیځ کې وژل شوي دي.

په میکسیکو کې د سپټمبر پر ۱۹مه زلزله راغلې وه چې زور یې اووه اعشاریه یو ثبت شوی وو.

دې زلزلې ودانۍ نړولې دي ، شاوخوا دوه میلیونه خلک یې له برېښنا بې برخې کړي او د ټلیفون لاینونه یې خراب کړي دي.

په میکسیکو کې په ۱۹۸۵م کال کې هم په دې ورځ ورانونکې زلزله راغلې وه.

XS
SM
MD
LG