د لاسرسي ځای

تازه خبر

روس او چین په م م کې د بدلون له ملګرتیا کوونکو ډډه وکړه


تیره ورځ ناوخته روس او چین په هغو ۱۲۸ هېوادونو کې له شامیلیدلو ډډه وکړه کومو چې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ لخوا په ملګرو ملتونو کې د اصلاحاتو د وړاندیز په ملاتړ لاسلیک کړی دی.

دغه وړاندیز د نړیوالو بحرانونو سره د مبارزې لپاره د ملګروملتونو لا نور موثره جوړولو غوښتنه کوي.

روسي چارواکو وویل که څه هم دوی د ملګرو ملتونو انتظامي نظام د چټکولو د فکر ملاتړ کوي خو په دې نړیواله اداره کې کوم بدلون دې د امریکا لخوا د یو وړاندیز په لاسلیکولو مسلط نه شي بلکې د غړیو هېوادونو ترمنځ د خبرو اترو د لارې وکړل شي.

د روس د بهرنو چارو مرستیال وزیر ګینېډي ګېټیلوف انټر فېکس خبري ادارې ته وویل ماسکو په ملګرو ملتونو کې د جامع اصلاحاتو په حق کې ده خو پکار ده چې دې کار لپاره د خبرو اترو د لارې ټول راضي شي.

پرون ولسمشر ټرمپ د ملګرو ملتونو د اصلاحاتو په اړه یوې ځانګړې غونډه کې برخه اخیستو ته د بلنې وړاندې له غړیو هېوادونو لس نکاتي اصلاحاتي وړاندیز لاسلیکولو غوښتنه کړې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG