د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي که هېواد ته یې داسې ښکاره شي چې د ملګرو ملتونو د اېټمي توانايي اداره د ایران او نړیوالو قوتونو ترمنځ د ۲۰۱۵م کال اېټمي لوظنامې ټینګه څارنه نه کوي نو واشنګټن به له دغه لوظنامې ووځي.
تیره ورځ په ویانا کې د اېټمي توانايي د نړیوالې ادارې په کلنۍ غونډه کې د امریکا د توانايي وزیر ریک پیري د ولسمشر ټرمپ لیکل شوی بیان واوروه.
هغه په دې بیان کې ویلي وو چې امریکا به د یادې لوظنامې په کمزورې یا نامناسبه توګه څارنه یا عملي کول نه مني.
د امریکا او ملګرو ملتونو څارونکو معلومه کړې چې تهران د دغه اېټمي لوظنامې مطابق ګامونه پورته کوي د کومې په بدل کې چې په دغه هېواد لګیدلي مالي بندیزونه نرم کړل شوي دي.
خو د ټرمپ انتظامیې په وار وار ایران تورن کړی چې په سمه توګه د دې لوظنامې له عملي کولو یې سرغړونه کړې ده.