د لاسرسي ځای

تازه خبر

لاهور: د قامي اسمبلۍ په ۱۲۰ حلقه کې رایه اچونه روانه ده


کلثوم نواز له مهمو کاندیدانو څخه ده.
کلثوم نواز له مهمو کاندیدانو څخه ده.

نن (یکشنبه) د لاهور په اين ای ۱۲۰ هغې حلقې کې رايې اچول پېل شوي چې د پخواني وزيراعظم نوازشريف تر نا اهل اعلانېدو وروسته په قامي اسمبلۍ کې خالي شوی و.

په دې ټاکڼو کې د حکمران مسلم ليګ (ن) له خوا د نوازشريف ښځه کلثوم نواز، د تحريک انصاف ډاکټر ياسمين رشيد او د پيپلز ګوند فیصل مېر مهم اميدواران ګڼل کيږي. دلته تر ۴۰ زياتو کسانو ځانونه کانديد کړي دي.

نواز شريف په جولای مياشت کې د سپريم کورټ له خوا نا اهله اعلان شو. پر نوموړي او کورنۍ یې تورونه دي چې له هیواده بهر یې پټې شتمنۍ لرلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG