د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ځوانو سياستوالو پلانونه


د ځوانو سياستوالو پلانونه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:46:14 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

اوريدونکو د پاکستان د ۲۰۱۸ م کال په عامو انتخاباتو کې د برخه اخستو لپاره يو شمير ځوانان په دې لټه کې دي چې له خپلو اړونده سياسي ګوندونو ټکټونه ترلاسه کړي. د نن په ځوانانو غږ پروګرام کې له هم داسې ځوانو سياستوالو سره خبرې کوو، کوم چې کېدای شي په راتلونکو عامو انتخاباتو کې برخه واخلي او ممکن ده چې د واک او اختيار خاوندان جوړ شي. له دوي سره پر دې خبرې کوو چې د خپلو خلکو د ژوند ښه کولو لپاره څه پلانونه يا منصوبې لري؟ د عوامي نېشنل ګوند د ځوانانو د څانګې يو مشر محسن داوړ چې د قانون او کاروبار په څانګو کې يې اعلا تعليمي زده کړې ترلاسه کړي وايي که د پارلېمان غړيتوب ترلاسه کړي نو په خپله سيمه شمالي وزيرستان کې به د وړيا او معياري تعليم په ګډون نور يوشمير پرمختيايې کارونه ترسره کوي. بلخوا د قامي وطن ګوند بابر مومند چې په برتانيه کې يې د کاروبار په څانګه کې تعليم ترلاسه کړی وايي د خپلې سيمې شبقدر خلکو ته به رزوګار او تعليم ورکوي. د دې دواړو ځوانانو خبرې دلته د غږ په ځای کې اورېدلای شئ.

XS
SM
MD
LG