د لاسرسي ځای

تازه خبر

کردستان د خپلواکۍ لپاره د ټولپوښتنې پلان منظور کړ


د عراق په خپلواکه سیمه کردستان کې د اسمبلۍ غړیو په یوه غونډه کې د دغې سیمې د ازادۍ لپاره د ټولپوښتنې کولو پلان منظور کړی دی.

بغداد او ګاونډي هیوادونه يې د دې پلان مخالفت کوي او مغربي هیوادونه دې ته فکرمند دي چې هسې نه ټولپوښتنه په سیمه کې نور اختلافات رامنځ ته کړي.

پرون (جمعه) په دغه غونډه کې د سیمې مرستیال مشر جعفر ایمینکی اعلان وکړ چې دوی به ټولپوښتنه کوي ځکه چې د اسمبلۍ ډېرو غړیو د دې په حق کې رايې ورکړي دي.

ایران او ترکیه دغه اعلان شوې ټولپوښتنې په قهر کړي دي. دوی وېره لري چې له دې سره به په دغو هېوادونو کې په میشتو کردانو کې د بیلتون جذبې لا راوپارېږي.

سپینې ماڼۍ تېره ورځ په کردستان کې له ټولپوښتنې سره خپل مخالفت یو ځل بیا تکرار کړ او پر کرد مشرانو يي غږ وکړ چې د سیمې د حیثیت په اړه له بغداد سره سنجیده او دوامداره خبرو ته کښیني.

عراقي پارلمان هم د روانې سپټمبر میاشتې پر ۱۲مه نېټه د کردستان د ازادۍ ټولپوښتنه رد کړې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG