د لاسرسي ځای

تازه خبر

په عراق کې موټر-بم برید ۷۴ کسان وژلي


په عراق کې په وسله وال او موټر بم برید کې لږ تر لږه ۷۴ کسان وژل شوي دي چې پکې ځېنې ایراني زایرین هم شامل دي.

چارواکو او رسنیو تېر ماښام وویل، پېښه له ناصریه ښار سره نېږدې پر رستوران شوې چې پکې له رپورټونو سره سم، اووه ایراني زایرین هم وژل شوي دي.

اسلامي دولت ډلې د حملې ذمه واري منلې. چارواکي وايي، لومړی وسله والو په رستوران کې پر ناستو خلکو ډزې وکړې او بیا یې له یوې امنیتي پوستې سره موټر بمي برید وکړ چې پکې له ۹۰ څخه زیات کسان ژوبل هم دي.

د فرانسې خبري اژانس د امنیتي چارواکو له خولې وايي، وسله وال د ایراني پلوې شیعه ملېشې په جامه کې ول. چارواکي زیاتوي چې دې وسله والو هغه سیمه په نښه کړه چې له ایرانه ورغلي شیعه زایرین او مساپران یې نجف او کربلا ته د تګ لپاره کاروي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG