د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کورمه کې د بې سرحده ډاکټرانو فعالیت بند کړل شو


د بې پولې ډاکترانو سازمان وايي، د پاکستان حکومت ورته په کورمه کې د خپل کار پای ته د رسولو ویلي دي.

دې سازمان د پنجشبې پر ورځ په یوه بیان کې وویل، چارواکو ورته له نوې اجازتنامې ورکولو انکار کړی او په دې ډول یې دوی اړ کړي چې په سدې او علیزو کې خپل ۱۴ کلنی فعالیت پای ته ورسوي.

د بې پولې ډاکترانو سازمان وايي، په یوې اوونۍ کې به په کورمه کې خپل کار ختم کړي.

دا سازمان په وروسته پاتې او جګړه ځپلو سیمو کې خلکو ته وړیا روغتیايي خدمات رسوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG