د لاسرسي ځای

تازه خبر

روس او بیلاروس ګډ پوځي مشقونه پيل کړل


د بريتانيا دفاع وزير مايکل فېلن د سپټمبر پر ۱۰مه بي بي سي ته ويلي ول چې دا مشقونه د دوی د پارولو او دفاع د ازموينې لپاره جوړ شوي دي نو بايد لوېديځ هېوادونه تکړه شي.

روسيې او بیلاروسیې سر له ننه د زاپاد په نامه ګډ پوځي مشقونه پیل کړل چې د روانې سپټمبر مياشتې تر ۲۰مې نېټې به دوام وکړي. مسکو او منسک ويلي چې دا مشقونه به په بېلاروس او او د روسيې په لوېديځو برخو کې تر سره کېږي او په دې کې به ۱۲۷۰۰ عسکر برخه اخلي.

روسيې او ګاونډي هېواد بېلاروس د ناټو ختيځلوري ته په داسې حال کې ګډ پوځي مشقونه پېل کړي چې د مسکو او او لوېديځو هېوادونو تر منځ وار له مخه ژوره ترينګلتيا موجوده ده. که څه هم روسيه او بېلاروس په دې مشقونو کې د ښکېلو پوځيانو شمېر ۱۲۷۰۰ يادوي خو غربي هېوادونه وايي چې په دې کې تر يو لاکو پورې عسکر برخه اخېستلای شي. د لوېديځو چارواکو په وينا روسيه په دې ګام سره په داسې حال کې د خپل قوت مظاهره کول غواړي چې پر اوکراين باندې د روسيې د تېري له کبله د لوېديځو هېوادونو او روس ترمنځ د طاقت انډول پر سر سيالي روانه ده.

د بريتانيا دفاع وزير مايکل فېلن د سپټمبر پر ۱۰مه بي بي سي ته ويلي ول چې دا مشقونه د دوی د پارولو او دفاع د ازموينې لپاره جوړ شوي دي نو بايد لوېديځ هېوادونه تکړه شي.

بلخوا ماسکو وايي، په دې مشقونو کې به د ښکېلو پوځيانو شمېر تر ۱۳۰۰۰ وانه وړي او په اروپا کې د امنيت او همکارۍ د سازمان لخوا د وضع شویو قوانينو چې ويانا دستاويز بلل کېږي سره سم پر مخ ځي. د ويانا دستاويز له مخې د پوځي مشقونو په اړه بايد نورو هېوادونو ته خبر ورکړل شي او څارونکیو ته د ليدو اجازه ورکړل شي.

بلخوا د بیلاروس دفاع وزارت ويلي چې د زاپاد په نوم د دغه هېواد ګډ پوځي مشقونه به د نړیوالو لوظنامو سره سم ترسره شي.

د بیلاروس د دفاع وزارت د نړیوالو همکاریو د څانګي مشر جنرال الېح وويناو د چارشنبې په ورځ په منسک کې یوې خبرې غونډې ته وویل چې د مشقونو لپاره یې داسې سیمې انتخاب کړي چې له پولو لیرې دي چې د اوکراین،پولېنډ، لیتوانیا او لاتویا لخوا د اندېښنې سبب نه شي. نوموړي دا هم ویلي چې د بې باورۍ او شخړو رامنځته کېدو د مخنیوي لپاره یې هیواد نه یوازي د ګاونډیو هېوادونو بلکې له استونیا او هم دارنګه له سویډن او ناروې څخه استازي ورغوښتي دي چې د دغو مشقونو څارنه وکړي.

تر دې وړاندي په اروپا کې د امریکايي پوځ د هوایې ځواک یوه جنرال ویلي و چې مسکو په دې مشقونو کې شفافیت له پامه غورځولی ځکه اجازه نه ورکوي چې لوېدیځ څارونکي ګډون پکې وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG