د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د پنجشنبې پر ورځ د توفان ځپلي فلوریډا ایالت نېپلیس ښار ته سفر کوي.
په کرویبین کې د پیل شوي دې توفان له کبله لږ تر لږه اویا کسان وژل شوي دي.
امریکايي چارواکو د چارشنبې په ورځ وویل چې په فلورېډا کې د زړو خلکو ساتنې په یو مرکز کې د بجلۍ د خرابېدو له امله شپږو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
پولیسو ویلي چې د دې کسانو د مړینې لامل نه دی مالوم خو دوی جنایي پلټنې پیل کړې دي.
ځايي رسنیو ویلي، ښايي په زیاته ګرمي کې سړې هوا بندېده د دې کسانو د مرګ سبب ګرخېدلی وو.