د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلخي: پاکستان کې ناثبت شويو افغان کډوالو ته ځانګړي کارډونه ورکوو


د افغانستان کډوالو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي وایي، په پاکستان کې له اسنادو پرته مېشت افغان کډوال به په راتلونکیو شپږو میاشتو کې داسې کارډونه ترلاسه کړي چې د دوی د ځورولو مخه ونیسي.

دا خبره سید حسین عالمي بلخي د چارشنبې په ورځ ناوخته مشال راډیو ته په یو مرکه کې وکړه.

هغه وویل، له پاکستان سره تر اوږدو خبرو اترو وروسته دې هوکړې ته رسېدلي دي.

نوموړي وویل، په ایران کې هم د بې اسنادو افغان کډوالو لپاره د رسمي کیدو پروسې په اړه د دواړو هېوادونو ترمنځ خبري رواني دي.

شاوخوا دوه میلیونه افغانان په پاکستان کې د کډوالې ژوند تېروي چې په دوی کې یو میلیون او درې لکه کسان اسناد لري او اووه لکه نور بې اسنادو دي او شاوخوا یو میلیون نور کډوال په ایران کې ژوند کوي .

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG