د لاسرسي ځای

د بشري حقونو څار نړیوالې ادارې پهخبري بیان کې ویلي ديچې د پاکستان له خوا په برما کې د روهینجا له مسلمانانو سره خواخوږي د ستاینې وړ ده خو باید پاکستان په خپل هېواد کې دننه هغه روهینجا مسلمانانو ته حقونه ورکړي چې د نولس سوه شپیتم او اویایم په لسیزو کې دغه هیواد ته کډه شوي ول.

د بشري حقونو څار نړیوالې ادارې ویلي دي د سرکاري شمېرو ترمخه په پاکستان کې ۵۵۰۰۰ روهینجایان دي چې ډېر يې د کراچۍ په آرکن اباد کې اوسېږي. د غیر رسمي شمېرو له مخې دا نېږدې درې لاکـه خلک دي چې وړومبې په کال نولس سوه دوه شپېتم کې هغه وخت کراچۍ ته کډه شول کله چې په برما کې پوځ واک ترلاسه کړو. د نیمې پېړۍ تېرېدو باوجود دوی دا حق نه لري چې قامي شناختي کارډونه ترلاسه کړي. له دغه کبله دوی خپل بچي په سرکاري سکولونو کې نه شي داخلولی. سرکاري هسپتالونو کې درملنه نه شي کولی او د بنک اکاونټونه هم نه شي پرانیستلی. دوی هم د هغه ظلم زور او بې عزتي ښکار دي د کومو ښکار چې د برما روهینجا ولس دی.

هیومن رایټس واچ وايي، د پاکستان بهرنیو چارو وزیر په برما کې په روهینجا مسلمانانو په زور زیاتي د خپل خپګان څرګندونه کړی ده. د بهرنیو چارو سېکرېټري د برما سفیر راغوښتی وو او هغه ته يې خپل احتجاج کړی دی او د پاکستان پارلېمان حکومت ته ویلي دي چې دغه معامله په نړیواله کچه اوچته کړي.

د بشري حقونو څار نړیوالې ادارې په بیان کې زیاته کړی ده، پاکستان باید له سفارتي لارو او له نورو هېوادونو سره په مشوره د برما په حکومت زور واچوي چې د روهینجا وګړو پرضد ظلم زور ودروي خو باید په خپله خاوره د روهینجا له ولس سره ښه سلوک وکړي او هغوی ته هغه بنیادي او قانوني حقونه ورکړي کوم چې نورو پاکستانیانو ته ورکړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG